افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
غزل
هسې ئې نه راتله په خو له خبره
سترګو ئې کړه راته دزړه خبره
نور مې د څه په تمه ساتې ژونده
بس ده راغبرګه کړه اوږده خبره
جانانه مکړه لکه شمع راته
په اوښکو اوښکو کې لمبه خبره
چې بدرګه دکړ انکار په مسکا
څومره خوږه دکړه ترخه خبره
جرګه داوښکو مې ستنه کړه بیرته
هسې بیځایه اوږدیده خبره
په خوله ئې ویل چې وخت بدل شو اشنا
مسکي نظر ئې کړه زړه خبره
زړه مې دې غوښت درنه دزړه په بدل
هسې دګرانه کړه ساده خبره
منم چې هر څوک خندولی نشي
وي د(حسن) لکه ائینه خبره