د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عزت الله پېژاند - کابل

پرديسي

زه د خپل ژوند په شاني ستړی يمه
زه لکه وچه پاڼه
له شنه بهاره وروسته
د وخت بادونو بېله کړې يم له خپلې ونې
دلته خپل کور، دلته خپل اور نه لرم
په دغه ډک د خلکو ښار کې خلکو
هيڅوک په شان د خپلې مور نه لرم
دلته څوک نشته چې د درد پېټي مې
د زړه له سره په کيسو ايسته کړي
دلته څوک نشته چې د روح خيرې مې،
د ملالۍ په څو ټپو ايسته کړي
دلته چې هرڅونده ناوخته و جونګړې ته ځم
د خپل اطاق له دروازې پرته مې
څوک په تروږمۍ کې انتظار نه کوي
دلته له ګونګو دېوالونو پرته
له ما څوک نه پوښتي د لوږې کيسه.
سهار وختي له ستړي خوبه وروسته
د پوهنتون پرلور ګامونه اخلم
تر ستړو پښو لاندې مې،
بس ګنګل شوې واوره،
زما د ژوند غوندې زګېروي پيل کړي
هرڅوک خپل کار پسې ځي
دلته څوک نشته چې مې وپوښتې په نرمه ژبه؛
که دې ډېر يخ کېږي دا زما څادر پر ځان واچوه
دلته خپل کور، دلته خپل اور نه لرم
په دغه ډک د خلکو ښار کې خلکو
هيڅوک په شان د خپلې مور نه لرم.
عزت الله پېژاند، کابل
2006/12/10

د شاعر نور شعرونه ←