د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د ښاغلي محمدحسن حقيار شعرونه

غزل

زهده! چې موږ پرې له خماره وځو
نو ددې کلي له بهاره وځو
مينه کې هم لرو موږ ځانته اصول
له نرخه نه وځو له ښاره وځو
کله چې موږ نه پاتې کېږي ديدن
بيا هله وايو چې له کاره وځو (١)
دانتظار دردونه هم خواږه وي
خو په ديدن له انتظاره وځو
زخمي سينوکې دازغوڅوکې وړو
مالياره موږ چې له ګلزاره وځو
په پټه خوله يې خپل رنګ ښيو ورته
موږ يې له منځ لکه هنداره وځو
يوخوا وطن! بل خوا ته يار حقياره ؟؟
وايي چې ځه له ننګرهاره وځو




(١) که ديار ديدن کول هم ته يوکار ګڼې ملګريه
نو دتلو اجازه راکړه چې زما اوس دکار وخت دى دروېش درانى

د شاعر نور شعرونه ←