پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
مينه ، ملګرې اومور
مينه ، ملګرې اومور
خان محمد (سـيـنـد )
دمارچ داتمي په ويـــــــــاړ
زه لاوړه وم پېغله شوې نه وم
دښايستونوګلغوټى مې لا ګل شوې نه وې
زه لاوړه وم لامې مخ ايينه كي نه ولېدلى
لادرنجواودندانسې په وهو، نه پوهېدم
په مينه نه پوهيدم څنګه اوله كومه كيږي
اونجونې څنګه په ښايسته زلميانوزړه وركوي
زه په چنتروباندې ولاړه وم چې غږشوراته
پلاردې خپل دوست ته په بل كلي كې په بنه وركړې
ماوېل له نجونوبه دلوبو ټولې لوبي ګټم
خورواجونومې ډولى له كوره ژر پورته كړه
لادنانځكوجوړولوباندې نه پوهيدم
چې داولاد روزل پالل راته ترغاړې واته
لادواده په خوږلنو سېرابه شوې نه وم
چې نري رنځ دځوانوكونډو خواكې كېنولم
بيانوكلونه په سوكړك هم مړه شوې نه يم
نه مې بچي ته په مړه ګېډه خواړه وركړي
دتن هرهډ مي دخوارى اومزدورى له لاسه
لكه په تېغ چې چاوهلي و ، دردونه ى كول
سركې مې څوځلې دځان دقتل شوق پيداشو
خودبچي تورونرى برېتوبه پرې نه ښودم
دالاتنكى و، سودوزيان يې بېلولى نه شو
خامه خوله ژنى و دمور له زړه لانه وخبر
خړى ماښام و دكوڅې له وره نارې شوې راته
چې زوى دې څو تنوعسكرو عسكرى ته بوته
په منډو منډو مې ځان هورې دورې ورساوه
خوفريادونومې دهيچا شونډې بيرته نه كړې
په چيغوچيغومې مرى له غږه پرېوتله
اوترساره مې داوښكو په ځاى وينې توى كړې
هغه له ما پرته ډوډى نه خوړه
اوتردې دمه چېرى بل ځاي پاتې شوى نه و
چې رانه بېل شو ماويل لاړو زوى مې ومړ رانه
ياپه ټوپك اويادمور دبېلتانه په توره
خط يې لانه راغلى ، ځاى يې لانه و معلوم
چې څو پوځيانويې تابوت دكاله مخ ته راوړ
همداسې وشول زوى مې ووژل شو
كونډه وم لاړم پسې بوره هم شوم
له هغې وروسته دجنګونوسيلى پورته كړمه
اوسرګردانه ديو كيمپ په تلي وغورځېد م
په سره غرمه به راشن كارټ په لاس جل ووهلم
ستړې ستومانه به ماښام كوډى ته بيرته راغلم
په كال كلومي په مړه خېټه ونه خوړله
اونه سيالى كي دسيالانوسره سياله شومه
څوكاله وروسته مې دخپلي خاورې زيرى واوريد
اوزوړ تلتك سره مې خپل وطن كي پښه كېښوده
دلته له نوو ناكردوسره ورغاړې وتم
اوخپلوخپلو راسره دپردو چارې وكړې
غموبه تنګه كړم په منډه به(( ناهيد )) ته لاړم
اوپه ژړابه مې د قبر تيږي پريمينځلې
بيا مې هرهډ دطالبانوكېبلونوشين كړ
اواوس هم رېږدمه له وېرې چې راياد شي راته
نن دخپل ښار دلوړولوړو ودانيو ترڅنګ
ديو سورى خېمې له لاندې په چقړو اوسم
ورځ كې دنووموټرانو ګرد كې نه ښكارمه
دشپې مي توره ترږمى كې بينا نه شي ليدى
خولاژوندى يم اورګونه مې ټوپونه وهي
كه مې په مړو حسابوى ، اټكل دې بېرته واخله
ماته دخپلې خوراومور او مينې مينه راكړه
بې ما نيمګړى يي ګرېوان ته دې سركښته كړه لږ