د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
ډاکټرذبیح الله حسن-لندن

دسوال جرګې

نه ځم زلمیتوبه ما هغه کوڅو ته مه بیا یه
دا تڼا کې زړه مې دبڼو ازغو ته مه بیا یه
وخته دجفا او دوفا امتحان مه اخله
عشق لکه حباب مې توپاني څپو ته مه بیا یه
بس ده مه راګوره په دې مړومسیحاسترګونور
ما لاس ټک وهلي ما دژونداسرو ته مه بیا یه
وایه راته وایه که پیغام د نوي وخت لرې
بس ده نور زاهده مونږ زړو کیسو ته مه بیا یه
اوښکې مې شوې وچې په ډیوو ددواړوسترګوکې
ما دځوانیمرګو ارمانوقبرو ته مه بیا یه
زه له ډیره سوخته ترې نه والوتم بڅری شوم
بیا مې خدای لپاره دالفت لمبو ته مه بیا یه
لوټ به ئې کړي وړانګې چاپیریال ټول غلچکی ښکاري
سیوری سیوری زړه مې دښایست غرمو ته مه بیا یه
مه ساته (حسنه) له بې دردو توقع دلطف
اوښکې پښتنې دې نوردسوال جرګو ته مه بیا یه




ډاکټرذبیح الله حسن-لندن

د شاعر نور شعرونه ←