افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
څلوریزې
نصیب
ناځوانه ژوند مې کړو په نیمه لار کې ستړی نصیب
اوس ئې په ماتو ولو وړمه لکه مړی نصیب
ورته مې ورکړې د (حسن) په لپو لپو اوښکې
چې به لا نورې څه پلمې کړي دا زوی مړی نصیب
میخوري راز
د لیمو کاسې مې ډکي له کو ثر شي
ستا دحسن په ارم چې مې نظرشي
په میګونو سترګو وګوره زاهد ته
چې په راز دمیخوري زما خبررشي