د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
محمد حامد حلیم ی

دصنم یاد

دصنم یاد
که یو ګام زما په لوری ښه صنم ږدی
خوار مین به یې بوسه په هر قدم ږدی



چې دناز خندا یو واری راته وکا
په پرهر مې دزخمی زړګې مرهم ږدی



دلیلی دراتګ زیری راته ښکاری
چې مې اوښکی یو ځل بیا په لمن نم ږدی



سرو تن مې ستا فدا زر کوه راشه
په هستی باندی مې پا روح له عدم ږدی



دیدن هم دخدای احسان دی پر مینو
دګیاه په سر پړونی دشبنم ږدی



دغمجنو دغم پیټی سپک شاعر کا
حلیمی حامد دغم دپاسه غم ږدی

د شاعر نور شعرونه ←