د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
داکتر حسن -لندن

غزل

خوله د مخ ئې نینیده په وړانګو
لکه د ګل پرخه خته
په وړانګو
بلبل نظر چې مې ئې مخ ولیدو
دخولې نغمه ئې شر میده په وړانګو
ستا په رخسار مینځم تیاری دسترګو
لکه چې لمر لمبوي شپه په وړانګو
زما دنظر په یوې مچکې سره

حیا ئې ورو ورو ویلیده په وړانګو
(حسنه) ستا ډبرین زړه په عشق کې
شو هم اخیر اوبه اوبه په
وړانګو







ستا دسترګو غلچکو به وایم چاته

دغصب غصب کتو به وایم چاته
نیمه شپه ده ټول وګړي ارام خوب کړي
د دلۍ دلۍ سلګو به وایم
چاته
قاتلان دې اتلان شول زما وطنه
ستا دورانو کڼډوالو به وایم چاته
زما
دزړه دسودا یاره؛ لیونتوبه
بې له تا دزولنو به وایم چاته
بې پروا مړاوې کاته کړه په نوم شیخ یم
دمدهوشو پیمانو به وایم چاته
حرارت خو درڼا څرګند صفت دی
ستا دسیوري دلمبو
به وایم چاته
لنډه لنډ مې دزړ ه دتسل سا شوه
د ستو مانو اندښنو به وایم چاته

بې باکي ئې دځواني لاړ ه (حسنه)
ستا دشوخو ارادو به وایم چاته

د شاعر نور شعرونه ←