افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
کرار کرار
د عشق دردمي زړګی خوري کرار کرار
د ژوند وني مي رېبي کرار کرار
يو مي هِجرلړمون خوړين کړ په غمونو
بل رقيب اور پاروي کرار کرار
د پردو له خونرېزېيو مُساپر سوم
جوړ کورګی مي ورانوي کرار کرار
هم دا خپلو غدارانو مي زړه شين کړ
په ټول قوم نقاق شيندي کرار کرار
پر هېڅ مَلْک مي ارام نسته له بېلتونه
سرې لمبې مي سوځوي کرار کرار
ګوندي زه هم د« يعقوب » په درد اخته يم
فراق
سترګي ړندوي کرار کرار
طبيبان مي درمانده سوه له عِلاجه
د ژوند ورځي مي شمېري کرارکرار
لکه وباسي مجنون له کلي، کوره
ما هم خپل، پردي شړي کرارکرار
د
زړګي پر هامون اور د خومار بل دی
ساقي تش جام شرنګوي کرار کرار
د خزان په چور ګلان د
بڼ رژيږي
ټول ياران داسي رهي کرارکرار
د رنګو په بازار ګډ مه سه هارونه !
هر هر رنګ ځان بدلوي کرار کرار