د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
هارون خپل شعشعي

خوب که حقيقت ؟

ما خوب ليده يارانو !
چي شنه بڼ کي ګرزېدمه
د ګلو اوج و
موج ؤ
د بلبل د عشق نغمې
توتيانو مشغولا کړه
دنګو دنګو چناروکي
د زاڼو شور، مستي وه
د شنه هسک
پرکنارو
چڼچڼي په رېز ګډي
د کوترو غومبرونه
دنګي بنګي زرکي ځغاستې
په مستۍ ، په کټهار
مځکه سره وه په
غاټولو
لکه سور بخمل هوار
پر دښتونو، چمنونو
شين اتلس ؤ غوړېدلیء
پاس له جګو ګړنګونو
د اوبو ؤ شورهار
چمن، باغ و بېديا کي
د شبنم له شوګيرونو
سخا د مرغلرو
د ګلونو پر رُخسار
زموږ له مشْکُو په ګُلشن
کي
د خُتَن بازار لوېدلیء
هم د مستو دريابونو
لېونو، سرکښو زْړوکي
د موجونو له هېبته
د هستۍ وږمې خپرې
وې
طبيعت ټول په سينګار ؤ
لوټول يې عاشق زړونه
په هر لور درڼا څرک ؤ
په هر خوادژوندون هيلي
تا ول ۱زانګي زلمي، نجوني
په ټالوکي دخوبونو
تا ول لنډ سوه واټنونه
ژر رسيږي کارونونه
سر منزل په سترګو
ښکاري
هر ځای بل دي څراغونه
تا ول دلته په دنيا کي
زموږ نصيب سوه جنتونه
تا ول تيري بدي ورځي

نور خوښۍ دي او جشنونه
تا ول بيا د « افغان » بْرَم سو
ويښوي ټول عالمونه
تا ول کشکي ټول سمسور
سي
زموږ په شان نور هېوادونه
د دوستۍ، ورورولۍ روح يې
پر زړګي وکړي موجونه
لا د خوب خوږو شېبوکي
د اسمان
په سفر تلمه
بې هوښي وه بې خودي وه
له مستېيه نڅېدمه
ناببره جوپې راغلې
د کارغانو، ټپوسانو
ور سره ډلي پېدا سوې
د خونخورو شرمښانو
پر شنو مځکو، ورشوګانو
ناورين پرېوت د ملخو
زموږ چمن ، بڼ او ګُلزار
کي
تاند ګلونه، تنکۍ وني
مړاوي پرېوتل بې جانه
د شامت بلاوي راغلې
ښنګوري، داړوري
اږدهار۲ غوندي يې
بريد کړ
پر کورونو او ښارونو
په څو ورځو او هفتو يې
لنګ و لاښ کړه ولسونه
پر تپو، غرو و ډاګونو
تری تم
خوږې نغمې سوې
د شپېلېيو او ډُولُونو
د هی هی نارې پردۍ سوې
هم شپانه او کاروانونه
رمې ورکي، پوپنا سوې
له
دې غرونو او دښتونو
د دښت ښکلي نازنيني
غرڅنۍ په زړونو سپيني
شين خالۍ تر ګل رنګيني
د بمونو له هېبته
د توپونو له وحشته
پردو مځکو او دښتوکي
سرګرداني، لالهاندي
کډي بار، مېني سپېرې سوې
نيمه
خواسوه ګودرونه
هم کرنګ په وينو، خاورو
د ځوانانو اتڼونه
حجرې سوې تشي توري
له غښتلو، شمله ورو

هر ځای بل سوه سره اورونه
سرې لمبې، سره انګارونه
په اسمان کي ازانګې سوې
د ويرجنو ساندو، کرږو
د ماتم
او وير غوغا سوه
زموږ په کلو او ښارونو
چيري خاوري ککرۍ کړې
جلادانو په اورونو
چيري جوړ قيامت،
محشرکړ
فرعونانو په توپونو
څوک په ژوند او ويښو سترګو
په ګولېيو چارماري سوه
څوک د « سکډ »، «
سټينګر » لمبوکي
د سکرو په څېر ستي سوه
څوک سرتور، ګرېوان شکېدلي
مخ پر غرو، دښتو نيولي

پر چا خپلي مېني ګور سوې
خاورو، وينو کي مروړلي
څوک بې قبره، بې کفنه
د چا مړي ګور به ګوره
سپوڅېرلي،
سپو خوړلي
د چا زړه او ککرۍ کي
په لاس ښخ اوږده مېخونه
د چا پت، عزت تالا سو
څوک شهيد پر ناموسونو
څوک
بې هوښه سوه له درده
لېونو غوندي بې حاله
څوک له لوږو او خوارېيو
له يخنېيو او ګرمېيو
پردو مځکو، وطنو کي

بېنوا، هردم شهيده
زه لا لټ پر لټ کېدمه
له دردونو رپېدمه
له ښامار ، لويو بلاوو
په تلتک کي رېږدېدم
ه
دې شېبو، دې ګيرودار کي
ټکه ولوېده له پاسه
سرې لمبې، توري لوړخړي
په هر لوري غزېدلې
واوېلاوي، غلبلې
وې
د بلاوو په کورونو
د غرور ماڼۍ سوه ړنګه
د ظلمونو ځالي وارني
ناببره مي پام واوښت
ښاماران،توري بلاوي
هغه اور لمبو کي سوځي
چي يې زموږ کلو ، کوڅوکي
له کلونو ؤ بل کړﺉ
زموږ پرکلو او ښارونو

تور لوګي او سره اورونه
اوس د دوی تر کوره تللي
د غرور او زور خدايانو
د دوږخ ۳ ننداره
وکړه
ما کتل په خپلو سترګو
د فلک لوړ قدرتونه
چي نازل يې له اسمانه
د ظُلمونو پر قصرونو
اور، سکروټي
کړې بې شانه
وچ، لانده يې رېز مرېز کړه
په لوګېيو او اورونو
د شېطان پر کور بلوا وه
زه اَرْيان۴ يې له پرتم
ه
که موږ خاوري، لولپه سوو
يا بې کوره، بې پرده سوو
دوی خوښي کړه، مسېدله
موږ د مرګ له تريخ
ساعته
لپتکي کړې بې خوده
دوی په دود د قصابانو
په چړو او ساتولونو
پستې غوښي لټولې
څه عجبه معجزه
وه
د اسمان په څرخېدوکي
د خونخور صياد په غشو
خپل لړمون، زړګی پاره سو
په خپل تېغ، خنجر يې څيري
خپل سرونه او نسونه
په هغه لومه کي بند سو
چي يې نور پرې بندوله
خوار، خسته سو شرمېدلیء
له غرور،
کِبره لوېدلیء
چي يې وسوه سرو لمبوکي
خپل بچي، عظيم قصرونه
زموږ په شان د بورو مندو
يې داغدار سوه لړمونونه
اوس يې واورېدې په زړونو
زموږ د کونډو، يتيمانو
البلاوي او آهونه
اوس يې وليدل
په سترګو
زموږ دردناک سره ځيګرونه
اوس يې پام سو
هر زخمي د بلا اورکي
څونه درد ګالي، ربړونه
اوس يې
وکتل چي لوبي
په سرو اوسپنو، باروتو
څه اپت ۴ کړي، څه خونونه
په لوخړو او لمبو کي
څونه خاوري سي سرونه
وران، ويجاړ د پلار ټاټوبی
وْرِيت په اور سي بشرونه
هم نامراد او ځوانيمرګ يې
په کوګل کي اُم
ېدونه
د شېطان منافق اور دﺉ
لا غزېږي، لا تونديږي
موږ هم سوځوو
دوی هم سوځي
عالمونه پکښي سوځي
لا
د زور زياتي قانون دﺉ
چي چليږي دې ځنګله کي
لا ورانيږي لاري ، پْلُونه
د دوستۍ، مصلحتونو
لا جګيږي
ديوالونه
د کينو او نفرتونو
لا د ګرم، ناګرم خبري
لا تانې دي، پېغورونه
دې سوچو سره را ويښ سوم
سترګي
خلاصي خوب تمام سو
ماته نه برېښي چي خوب دﺉ
دا کيسه زموږ د دردونو






۱
ول ( د واو په زورکي ) : د پښتو په لوېديځه لهجه کي، د « ويل » لنډه بڼه .
۲ اږدهار يا اژدهار ( د الف او دال په زور ) د « اژدر » يا « اژدها » د اريايي ټکي پښتو بڼه ده، چي په لوېديځه لهجه کي ډېره کاريږي .
۳
دوږخ د « دوزخ » د اريايي ټکي پښتو بڼه ده، چي په لوېديځه لهجه کي کاريږي . ځيني پښتانه دا ټکی د پهلوي
او پارسي ژبو په بڼه « دوزخ » وايي .
۴ د « حېران » د عربي ټکي مفغنه بڼه، چي د پښتو په لوېديځه لهجه ( ګړدود )
کي خورا باب ده .
۵ اپت ( د الف په زورکي ) د پښتو زړه او سوچه اريايي ټکی، چي ځيني کسان يې په تېروتني سره د « آفت
» د عربي ټکي مفغنه بڼه ګڼي . دا کليمه هم د پښتو په لوېديځه لهجه کي ډېره کاريږي .

د شاعر نور شعرونه ←