د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
هارون خپل

د شهيدي خورلړي د بې رحمانه وژني په ياد

څانګه
ته ريشتيا څانګه د ګُل وې !
ته سور ګُل پاس پر اُوربل وې !
ته بهار، د ګُلو اوج وې !
ته
هستي د بحر موج وې !
ته سپوږمۍ وې تکه سپينه
تر سپوږمۍ په رنګ رنګينه
ته د نور، فضل ډېوه وې !
ته د خُوږ اواز
نغمه وې !
کشکي ونه وای پُرباره
په مېو، دانو سينګاره
هی توبه چي په بهار کي
د غوټېيو په بلغار کي
په سرو
وينو آغشته سوې !
پاڼي پاڼي پژمرده سوې !
ته ګلبڼ ژلۍ وهلی
ته سپرلی خزان ځپلی
مرګه ! مات دي سه لاسونه
چي داغل کړې او خونونه

د شاعر نور شعرونه ←