افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
مينه
راځۍ چې وکارو ګلان د مينې
دنيا نه جوړکړو ګلستان د مينې
د بارودونو او
سرو وينو پر ځای
هر خوا ته وشيندو ريحان د مينې
بيزار د جنګ او نفرتونو څخه
ټول انسانان شو مينان دم
ينې
سبق د رحم او بخشش ووايو
د خدای خوښيږي پتنګان د مينې
بری د مينې په نصيب وي همېش
هر څو که ډيردي قاتلان د مينې
لکه د غر يي حوصلې وي هسکې
څوک چې په لاره وي روان د مينې
چېرته چه مينه وي خوښي وي
هلته
لکه جنت وي بيابان د مينې
ستا په کينه او کرکه نه کميږي
زما د زړه دا لوی جهان د مينې
د درديدلي زړه تسل شه وفي
والوزه پورته په اسمان د مينېی