افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
شاعر
دخيالو په نيلي درومي داسمان وکنارو ته
کله لر
ورته زرغون شي کله برورته خزان شي
په پسته خوله په نغمو کي دزړه راز په هنر وايي
گونگه مينه
په شورو کي ټپ حالت ورته زندان شي
په تيارو کي لالهانده دتياروپه هيله پل ږدي
لا به ځي په لار تر هسکه څو منزل ورته روښان شي
دمين په اوښکو کي لامبي دمظلوم وينو کي غرق وي
دظالم په
سر شي څړيکه تيره توره دسبحان شي
هغي ميني نه نفرت کړي چي دجسم په صورت وي
چي نظر خمار نشه کړي
دا شيبي ورته ارمان شي
دشپونکي شپيلي کي سوروي دنغمو دزړه احساس وي
دسحرابڼ يي رنګين وي دادب
سرکښ ساروان شي