پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
دخداي په امان
دخداي په امان، دخداي په امان
زما دهجرت زانگو
زما په وير اوماتم
ګواه ټاټوبيه
او زما دعزت او ابرو ساتونكيه وطنه
ښه مې په ياد دي چې په هغو توپاني شپوكې
له خپله كوره په
توره تروږمۍ كې راووتم
اوستا په دښتوكې دپناه په تكل له تورو غرونو راواوښتم
په خپل ټاټوبي مې دسكروټو باران په وريدوشو
دوينو رودونه روان شول
زلمي، بوډاګان، ښځې اوماشومان مو په كې
له يوې مخې لولپه شول
كروندې، كلي،كورونه، جوماتونه او ښوونځي مو
ددښمن په مورچو بدل شول
سره خرسان مودوطن په حريم قابض او مونږ
ترې
دهجرت له كاروان سرمله شول
زما دجهاد دولولوشاهده وطنه!
تاليدل چې ماخپل په وينو كې لت پت شهيدان
ستاغيږې ته راورسول
اودهغو ټپيانو پرټپونو چې وينې يي له پرهرونو څڅيدې
ستاپه خاوره كې پټۍ
كيښودې
زما ګرانه دويم كوره!
زمابه هغه ورځې هيڅكله هيرې نشي
چې دشازلميوو شهيدانو جنازې به
ستا دسوزنده
دښتو په ګيډو كې دفن شوې
زما هيڅكله هغه ورځې نه هيريږي
چې زما دشهيدو زلميوو جنازې به
دسوزونكو خيمو ترپټونو لاندې پرتې وې
اودمشكواو عنبرو بوۍ به يي دڅڅيدونكو
وينوڅخه دخلكو ترمشامه رسيده
زما ګرانه دويم
كوره !
ته ټوله دښته دښته وې
ماغوښتل چې تاته دهغه احسان بدله دركړم
چې له ماسره دې وكړ
ماته دې په خپله
غيږه كې ځائ راكړ
هو! لږ وروسته زما مرستې ته ټولې نړۍ راودانګل
ماته يي دخوراكي توكوڅخه نيولې ترجامو پورې
هرڅه راوړل
خو!نه، لومړې ما وانخستل
ماټولو نړيوالو ته اعلان وكړ
چې دامرستې زما انصارو ته وركړئ. وسلې
هغوۍ ته وركړۍ،
مادي مرستې هغوۍ ته وركړۍ اوهرڅه هغوۍ ته وركړۍ
ځكه زما لاس بند دې او زه لادشهيدانو له دفن او
كفن څخه
خوراك او پوښاك ته نه يم وزګار شوې
او زما انصار زما جهاد دځان دفاع بولي
نوهرڅه همدوۍ ته وركړۍ
م
اهمداسې وكړل
كولنګونه اوبيلونه مې راوخستل
اوستا سوزونكي ډاګونه او دښتې مې په خپلوتڼاكولاسونو ابادې
كړې
ستاهغه دښتې چې خلكو به ويل دلته پيريان اوسيږي
اودلته دګرځيدل له مرګ سره لوبې كول دي
ما ابادې كړې
اودومره ښكلې ښكلې بلډنګونه مې درته په كې جوړ كړل
چې ستا وګړي ورته هك پاتې شول
هغه څه چې تاماته په بدله كې راكول دهيڅ سره برابرو
خو ماپرې شكر ويسته
اودومره به مې كول چې دجهاد سنګرته پرې خپلو نهرو
ورونو ته يوه
وچه ډوډۍ ورورسوم
زما ګرانه دويم ټاټوبيه!
زه ښه خبروم چې هغه راخلاص شوې سور ښامار
ستا دتيرولو هوډ هم لري
خونه!
ما په خپلوتشو لاسونو دهغه شيندونكو زهروته ځان سپركړ
ټوله هستي مې دهغه سور ديو په پښو كې دل
كړه
خو ستا پت مې وساته، ستا خپلواكي مې وساتله
اوستا حريم مې دهغو ناولو قدمونو څخه بچ كړ
او له دې ورهاخوا ستا ټولې پوځي زړې وسلې
زما له بركته په نويوو او عصري وسلو بدلې شوې
اوماته راغلي په ملياردونو ډالره ستا په جيب كې ولويدل
دادې زما دراتګ اته ويشت كاله پوره كيږي
خو زه اوس په داسې حال كې دسيند او پړانګ ترمنځ ولاړيم
چې نه مې څوك درد ګوري او نه ماتم،
نه مې لادپيغلوټو لاس راغونډ شوې اونه مې لاپه وطن
دسولې وزرې
غوړيدلې
خو زه بايد نور ووځم، زه بايد خپله كوډله اوكيږدۍ ړنګه كړم
زه بايد ژر ترژره ستا خاوره پريږدم
ځكه
چې نور ستا په اوږو باريم
نورې دښتې دې نشته چې يي درته ابادې كړم
زه اوس غل يم. زه ډاكو يم، او زه ترهګر يم
هو ګرانه دويم كوره !
درنه لاړم
دغه دې كډې مې بار كړي
نور نه ايساريږم
مه غصه كيږه
هئ ګرانه!
نه دې
مينه وكړه او نه دې خدائ په اماني
دغم او وير له قافلو سره راغلې ومه
او
دادې هماغسې درڅخه دوير او درد له
قافلو سره يوځاي لاړم
دخداۍ په امان دخداي په امان