د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
عبدالقديم پتيال

غزل

سترګي مي و زړه ته ګراني ستا د لېمو حال وايي
څه شوخه دنيا دي ده هر
وخت د پلمو حال وايي
تل دي له تصويره د خونكار غشي پيغام راځي
هر نظر دي ما ته د سركښو اورو حال وايي
بس په
دې خوشحال يم چي په زړه كي دي در ګرځمه
دا چي مي قاصد راته دا ستا د ګيلو حال وايي
ولي مي پوښتئ له سركښيو او
ګناوو نه
سترګي مي نړۍ ته د مغان د جامو حال وايي
زه به نه وايمه چي ياغي يم و فرمان لره
غاړه كي تغمې مي د
جګ دار د حلقو حال وايي
موږ يو له غبار سره په مينه اوسېدلي تل
ستا هر څرك د حسن د روڼو آيينو حال وايي
وركړئ ځاى په خوښه دا سوالګر نه دي مجبوره دي
څيري ويري ګرالبي يې د ورانو كورو حال وايي
دلته سكون نسته له آرامه به خوند وا نه خلئ
دغه مړ ساحل د څو سرمستو څپو حال وايي
هيڅ تياره نه ويني پتيال تل له نُوره ساه اخلي
ستا هر ياد نګاره د ځلاندو جلوو حال وايي



كندهار ښار- مددخان چوك
۱۳۸۵-۳-۴ لمريز كال

د شاعر نور شعرونه ←