افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
داشنا نازونه
داشنا نازونه
دا ستا نازونه اشنا زما آهونه ښه دی
ستا په
سروشونډو مسکا زما دردونه ښه دی
چی رغوی می راته د خوگ زړگی ټپونه
خوږه جانانه دا ستا خواږه
یادونه ښه دی
چی دیادونو شمعی دی تل روښانه ساتی
د بیدیدو نه خداییگو چی شبگیرونه ښه دی
چی د انکار په توره د هیلو جرړی باسی
په خوږه ژبه دیار دا ځوابونه ښه دی
د لړمانه په
ټپو باندی چی مالگی پاشی
ستا د ښکاری مژگانو دا گذارونه ښه دی
د زړه په وران کنډر کی لاری
کوڅی جوړوی
د یار د سترگو گوټ کی دغه سوالونه ښه دی
په یوه نه باندی چی یو ناامید افسوس شی
سلگی او اوښکی اشنا دا منتونه ښه دی
دا په کلونو باندی یو ځل رښتیا چی نه شول
ستا د صیادو سترگو
درواغ لوظونه ښه دی
ددی ټپونو څړیکی تل مدام ساتی ژوندی
دغمازانو لمسون او ستمونه ښه دی
په زخمی زړه د ف- ث باندی ملهم لگوی
دا میخانه او ساقی دغه جامونه ښه دی