د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
محمد داود ستومان

زاړه شراب او پياله نوې_نوې

دا څومره حسن و ښكلا وه څومره
څومره رنګونه
وه ګډا وه څومره
نور ته تصور يې ته پخپله كوه
ټول كاينات سره پخلا وه څومره



د جانان هره وعده نوې
نوې
زاړه شراب او پياله نوې نوې
پوره لښكر د توبو كار و نه كړ
باسمه بله توبه نوې نوې



كله ټپه كله سندره به وه
په ترنم هره خبره به وه
روح به له روحه غاړه واخيستله
دا شېبه څومره خوندوره به وه



تياره
بېخي نه وه رڼا وه ټوله
ژړا مړه شوې وه خندا وه ټوله
چا ويل په دې دنيا جنت څه كوي
ما ويلې دا برخه زما وه
ټوله



ليده مې نه، وه راسره جانان مې
لكه كعبه او مدينه جانان مې
زړه يې ترې وباسه زه پوى نه شومه

زما يې څېره كړه سينه جانان مې



ستړى ستومانه به ارام و پكې
كه به هر څومره ډېر بدنام و پكې
هغه جومات
كې ټول به يو شان نه وه
څوك مقتدي وه څوك امام وه پكې

د شاعر نور شعرونه ←