د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
مسعود وردګ

غزل وليکم -----

ته پـــــــه مجاز راته ليلا شه چـې غزل وليکم
راته د مينې په مسکا شه چــــــې غزل وليکم



ته يي ډيوه زه يم پتنــــــګ درنه طـواف کوم
ه
لکه د شمع په ژړا شه چې غزل وليـــــــــــکم



زه انتظار باسمه يار تـه د لــــــيدو لپـــــــــاره
يو وار ديدار ته مې رضا شه چې غزل وليکم



زه يم عاجز بنده په واک کې بل هيڅ نه لــرمه
ته
مې بادار ته مې مولا شه چې غزل وليـــکم



ژبه مې نه ګرځي لاسونو کې مې دم نشته دی
ته مې قلم تــــــه
مې وينــا شه چې غزل وليکم



چې د جنت هورې غلمان درنه لوګی کړم واړه
هغه نيازبينه دلربا شه چــــــــــــې غزل وليکم



د رغیدو هیله يــــــي نشته ده ناسور نـــــــيولی
ته د"مسعود" د رنــځ
دوا شه چې غزل وليکم



کابل
8 اسد، 1386

د شاعر نور شعرونه ←