د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ميرولي جان لکڼوال

زموږ جرګې -------

د قدسيت او قدامت نښې دي
جرګې زموږ دپت عزت
نښې دي
دا مو دپلار او دنيکه شملې دي
زموږ د وياړ او شهامت نښې دي
تل ثابت شوى د وحدت سمبول دى
خدازده
دمينې او وحدت نښې دي
سره يوځاي کړي جدا شوي زړونه
څومره رنګينې د وصلت نښې دي
د هرې ستونزې د حل لارې
غواړي
دا دمنطق او معقوليت نښې دي
زموږ تاريخ زموږ کلتور پرې وياړي
ډکې له وياړ او مدنيت نښې دي
ښکلا او مينه پکې دواړه ښکاري
ما( لکڼوال) ته د ښايست نښې دي

د شاعر نور شعرونه ←