پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
بس ده جنګه بس ده -----
بس ده جنګه بس ده نور له تا ځينې بيزار يو
موږ له تا يو ستړي ابادۍ ته انتظــــــــــار
يو
بس ده جنګه بس ده
بس ده جنګه بس ده نور وطن کې امنيت
غواړو
زړونو کې جذبې د محبت او انسانيت غواړو
ټول جهان پر مخ ځي موږ تر اوسه خوارو زار يو
موږ له تا يو ستړي ابادۍ ته انتظار يو
بس ده جنګه بس ده
دا شهيده
ځمکه خدايږو نوره ابادي غواړي
ټول افغانان وروڼه له نړۍ سره سيالي غواړي
ورک کړه ټوپک ورک کړه چې د دې خاورې قرضدار يو
موږ له تا
يو ستړي ابادۍ ته انتظار يو
بس ده جنګه بس ده
ګوره دنړۍ ځينې څو
چنده استعداد لرو
دې ټکي خوړلي چې هر يو ځان ته مراد لرو
نور به سره يو شو ځوريدلي وار په وار يو
موږ له تايو ستړي
ابادۍ ته انتظار يو
بس ده جنګه بس ده
نور به ګډ ژوندون وي د ملي وحدت تړون به وي
تللي به تيارې وي را ختلى صباوون به وي
دا مو م
سووليت چې موږ ګلان د دې ګلزار يو
موږ له تا يو ستړي ابادۍ ته انتظار
يو
بس ده جنګه بس ده
مينه ورورولي او علميت به مو جمال وي
ورک به وي ټوپک قلم کتاب به زموږ ډال وي
وايم (لکڼوال ) خپلې وعدې ته وفادار يو
موږ له تا يو ستړي
ابادۍ ته انتظار يو
بس ده جنګه بس ده
نور له تا ځينې بيزار يو
موږ له تايو ستړي ابادۍ ته انتظار يو
بس ده جنګه بس ده