افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
ښکلې شېبې ---------
خبـــــــــــــــــــــــــــرې چې رايادې بيا د يار شي
زړه مې شي بيګاره ټول بدن انـــــــګار انــــــــګار شي
داسې شم بې
واکه لــــــکه اور کې چې زه سوزم
ډکې مې شي ستـــــرګې، پکښې اوښکې مــې انبار شي
روانې مــې بيا
اوښکې شي پرمخ سيلاب سيلاب
بې خوده شم بې حاله شم جنون پرې باندې بـــــــار شي
لاړ شمه يوې
خواته چـــــــــــې چوپه او چوپتيا وي
ځان کړمه مشغول پر هيڅ او هيڅ مشغول پر مـــــا شي
ښکلې د وصال شيبې مې سترګو کـــــې راګرځي
مسکی شم، صحرایی شم ليونتوب مــــــــې را بيدار شي
عشق او محبت دين او مذهب کړه ای مســــعوده!
پريږده ليونتوب کــــــی چې منصور سر دې په دار
شي