د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
عبدالغفور لېوال

غزل

جانانه څوک چېرې هم داسې ناروانه کوي
چې زړه کې ناست وي خو پروا
د زړه والانه کوي



دومره ډېر فرق دی ستا د سترګواو د خلکو ترمنځ
خبرې ټول کوي خوهیڅ څوک یې ادا نه
کوي



چې ته را ونه ګورې روح به مې ځان څه وویني
چې تصویر نه وی آیینه چا ته خندا نه کوي



اخر
به زموږ زړونه د خدای حسن په خوب و ویني
دغه مین ماشومان هیڅکله ګناه نه کوي



وايي مرګ سخت دی روح له
تنه جدا کیږي مګر
ما دوطن بېلتون لیدلی هیڅ پروانه کوي











۲۸- وری ۱۳۸۴ واشنګټن دی
سی امریکه

د شاعر نور شعرونه ←