د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
تواب الدين غورځنګ

طنين -------

د افغانستان لوی شاعر سليمان لايق ته!



طنين
د
سړې بېديا له غيږې
په تودو لارو روان شوې
جبر سيوروکې ساتلې
درڼو هڅو عنوان شوې
د سره اور طواف دې
وکړ
دکنګل جهان په زړه کې
د سپرغو بنۍ دې تاو کړه
دتياره شيبو ولکه کې
د وطن په هرطنين دې
دچو نغر رګونه
پرې کړل
د ولس په سپين آواز دې
د تور شر رګونه پرې کړل
يو سمبول د هويتوشوې
دشنو لړو په سنګر کې
جنګيالی
مو د پايښت شوې
د سرو شخړو په ډګر کې
مدعي مو د وجود شوې
د وېشنو په زمان کې
تعهد د شتون دې وکړ
د ورکوالي
په امکان کې
ته امام د سحرو شوې
دبې پايه شپو په کورکې
ويښ استازی دپاڅون شوې
ديو کلک بهير په زورکې
حرکت
ته دې غږ وکړ
درکود په وچ پيکر کې
د بدلون فکر دې هست کړ
د ويدو خلکو په سر کې
تا د ستړو لارې پل کړې
شوې همراز دتکلونو
توپانونه دې کابو کړل
شوې اياز دګهيځونو
حماسه د غرودې رنګ کړه
دپښتون په ارمانونو
دقهرو لړۍ دې پرې کړه
د هوډګرو په لاسونو
د سر کښو خوځښتونو
د څرګندو لارو يون شوې
په بې نومه اوسيدوکې
د
تاريخ ، تاريخ ازمون شوې
مقدسه فلسفه دې
ديو خدای له ذکره جوړه
د ژوندون هره غوټه دې
له پيکار له فکره
جوړه
په تعريف کې نه ځايېږې
له هويت ستره لايقه !
هر يو نوم درته کوچنی دی
په چونغر بره لايقه !




خوست



( ٢٧_ چنګاښ _ ١٣٨٦)

د شاعر نور شعرونه ←