پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل ----
د ليــــــــــــــــــــلا په مينه مست يمه اغيـار څه
پيژنم
سرې سترګې نشه ګرځمه خمــــــــــــــــار څه پيژنم
سپين مخ يې د سپوږمۍ دی شنه خالونه لکه ستوري
زه پروت يم په سجده ورتـــــــــــــــه بادار څه پيژنم
مينه يــــــــــــــــې
په ټوپو ده بیا زما د زړه کعبه کې
خليل په اور سوزيږمه انــــــــــــــــــــګار څه پيژنم
انځور د ښکلي حسن يـــــې راجوړ زما په زړه شو
لبيک لبيک کومـــــــــــــــــــــــه زه انکار څه
پيژنم
د هيــــــــــــــــلو هديرې مې د يادو شمعو رڼا کړې
يادونو باندې پايمه ديدار څــــــــــــــــــــــــــه پيژنم
خاوند پـــــــــــــــــــــه طبیعي حسن اشنا يې نازولې
پخپله ته ښکلا ېي زه سينګار څــــــــــــــــــه پيژنم
تصوير د ښکلي مخ ېې ده مدام زما په
ستـــــــــرګو
هرخــــــــــــــــــوا ديدن ديدن ده زه ريبار څه پيژنم
پتنــــــــــــګ
يمه د ښکلي مخ په شمع دې ځان سيزم
مخ ګل، شوڼډې د ګــــــــــــل دي زه ګلزار څه پيژنم
سينې په
تخت دې يو ځلــــــــــې جانانه که ځای راکړ
"مسعود" وايې پادشاه يمـــــــــــــــه دربار څه پيژنم
24 اسد، 1386