افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
ساده انسان ومه اشنا په بله واړولم
ځار يې له مينې دې حيا په بله واړولم
نن زما مينه د ميراتې د اوربل په شانې
خپلو بې کوره کړم دنيا په بله واړولم
ماضي پرستو رانه لوټ کړلو روښان مستقبل
د رواجونو اژدها په بله واړولم
حلقه بګوش د زمانې د بادارانو شومه
د بې وسۍ بدې بلا په بله واړولم
نن يې ويل خپلو همزولو ته په جار ملګرو
مئنه نه ومه فدا په بله واړولم