د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
محب الله محب

راځه چي دنيا پرېږدو

راځه چی دنیا پریږدو



راځه چی دنیا پریږ
دو د صحرا په لوری لاړ شو
د مینی په دنیا کی د ښکلا په لوری لاړ شو



د خار او د اغیار سره مو کله
نه جوړیږی
راځه چی د نرگيس او د شهلا په لوری لاړ شو



چی د شیخ او د زاهد نه مو غوږونه په آرام
وی
راځه چی د مجنون او د لیلا په لوری لاړ شو



ترڅو به د هجران په توره شپه کی نور کړیږو
راځه چی
د سپوږمۍ او د رڼا په لوری لاړ شو



یو بل ته چی په سترگو کی جامونه نظرانه کړو
راځه چی د ساغر او د
مینا په لوری لاړ شو



(محبه) چی جهان ورته په بدو سترگو گوری
راځه چی د دوه زړونو د گناه په لوری لاړ شو

د شاعر نور شعرونه ←