افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
ګيلې
هلته مې اردو وژني، دلته مې فارسي وژني
هم مې خپل بچی
وژني، هم مې بي ننګي وژني
بله د ډيوې په شان، سوځم په لمبو خپلو
برق شمه بريښنا شمه،بيا مې خپل پردي وژني
جوړه محفلونو کي،خما ر شمه، نيشه شمه
زړه د اباسين شمه ، بيا مې تربګني وژني
ژبه د خوشحال يمه ، توره د بابا يمه
جوړ چې تاريخونه کړم،بيا مې کام کامي وژني
وياړ يم په سرو وينو کې ، ناره د غيرتونو يم
توره چې بالا شمه، بيا مې خپل سړي وژني
زه
د ملالۍ ژبه، توره د ميوند يمه
جوړ چې مې وياړونه کړم،بيا مې په زي زي وژني
ويښ شه اې د
وياړ کامه ، ژبه ستا د مور يمه
سياله مې د نورو کړه ، فخر ستا دکور يمه
٢٧-٠٢-٢٠٠٧
سويس