افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
افغانستان
زما هېلې نورې مړې شوې دي
زه نور ژړلې نشم
زما د غم د برخی اوښکی نوری ختمی شوی دي
هاغه ېتيم بچي مې چی د لوګی ژاړي
هاغه کونډی!
د دوۍ ژړا نوره زغملې نشم
زما غېږ زما د بچو د لاسه په وينو سره ده
زه نور د خپل مشر ځوي نوم نشم بدنامولی
ای! په چوکۍ ناستو بچو تاسو نورې زما
چاری نشۍ
سنبالولې
بس تاسو فساد او کينه پېژنۍ
ای طالب جانه ځوېه!
تاسو هم د کار نه ېاست تاسو!
تاسو! زما هېلی
وژنۍ
تاسو زما بچي په بمونو الوځوۍ.
زه تاسو نه کرکه لرم!!!! کرکه!!!
نه! نه!
هغه زما ځوان بچي داسی نه
دي
هغوۍ زما په غم ژاړي
هغوۍ قلم او کتاب راخستی
نه! نه!
زما هېلی نوری مړی نه دي
خو ای زما لوېانو
بچو!!!!!
نور د خدای لپاره زما
ځوان بچي پرېږدۍ چی زما ارمانونه پوره کړي
دوۍ د وينو او فساد سره مه اشنا
کوۍ
کنه ! کنه نو تاسو به د هاغه جنت څخه محرومه ياست
کوم چی د مور د پښو لاندی وي.