افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
غم
ډوب په تصور کی د اشنا یمه
لاس په زنه ناست چه ترسبا یمه
مه څیړی دردونه زما مه څیړی
پریږدی چه اخته په خپل سودا یمه
ما د لیونو په کلی ورولی
زه هم لیونی د خپل لیلا یمه
سرمی دمنصورغوندی په دارښه وه
نه چه د خپل یار ځینی جدا یمه
نکړی د ذاهد جادو اثر په ما
زه خوار ازلی ډوب له ګناه یمه
اچوم کچکول بیا دبهلول څنګ ته
ځم د خپل اشنا د در ګدا یمه
ژوند ما افغانی په غم کی تیر کړلو
زړه می شو پلی په خوله خندا یمه