د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ګل محمد اريوبي

اتل

ستاښه راغلاست زموتياروپه كلي
چې رڼاګانې دې ځولۍ راوړي
زموږ احساس يې زنګولى نشي
كه دې هرڅوهيلي تنكى راوړې
دلته دژونداتل منلى نشي
دلته دوينوسوداګراتل دى
داتلانوځپل فخرګڼي
دغلته داسې يولښكراتل دى
دلته اتل ګرانه په دې ماناوي
څويې خورجينوكې كوپړۍ راوړې
ستاښه راغلاست زموتياروپه كلي
چې رڼاګانې دې ځولۍ راوړي
زموږ احساس يې زنګولى نشي
كه دې هرڅوهيلي
تنكى راوړې
دلته دشپوفرعون دومره زوردى
چې هيڅ موسى سهرراتللى نشي
په مورنۍ ژبه خبرې كوې
ځكه دې ډېرخلك
زغملى نشي
تاويده شي اونيم ځانه ملك ته
دژوندآرزوې يوه نړۍ راوړې
ستاښه راغلاست زموتياروپه كلي
چې رڼاګانې دې ځولۍ راوړي
زموږ احساس يې زنګولى نشي
كه دې هرڅوهيلي تنكى راوړې
دښارپه زړه كې چې دي دوه عكسونه

هغه يوغټ تصويريې ولړاوه
يايې په ټنډه چليپاووهم
كرانه دستاتصويرپرې وځړوم
هغه په قتل كې ريښتيااتل
و
خوتادسولې ښاپيرۍ راوړې
ستاښه راغلاست زموتياروپه كلي
چې رڼاګانې دې ځولۍ راوړي
زموږ احساس يې زنګولى
نشي
كه دې هرڅوهيلي تنكى راوړې
ته په معصومو اونازكولاسو
كړې دپښتوژبې خدمت جانانه
ته چې زموږدجزبوقدركوې
خداى به دستاوكړي عزت جانانه
دشپووطن ته دې له هسك آسمانه
ستوري تحفه كې له سپوږمۍ راوړي
ستاښه راغلاست زموتياروپه كلي
چې رڼاګانې دې ځولۍ راوړي
زموږ احساس يې زنګولى نشي
كه دې هرڅوهيلي تنكى راوړې
ستاآريوبي خونوره هيڅ نه لري
همداغزل دستاپه نوم ليكمه
دپښتنوآسمانته تګ لاره كې
لومړى منزل په ستاپه نوم ليكمه
دزړه له تله پيرزوينې ګرانه
پوره اتڼ اتڼ ډالۍ راوړي

صميم ادبي ټولنه / کابل

د شاعر نور شعرونه ←