افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
سجدې
ستا د رضا دامیدونو سجدی
ربه ستا در کی د عذرونو
سجدی
د ګناهونو نه منزلونه جوړ دی
غواړم ادا د ګناهونو سجدی
ستا دغفار کریم رحیم
له نومو
شی که قبول د طاعتونو سجدی
زاهده ځانله چه مغروره نه شی
زه یم پیرو د پاکو زړونو
سجدی
څوک دی عابد ستا ددوزخ له ویری
څوک کړی سجدی د ثوابونو سجدی
چه مسلمان دی او
قایم په خپل دین
کړی پنځه وخته د فرضونو سجدی
که افغانی وطن کی صوله راغله
زه به ادا کړم د نفلونو سجدی