افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
دشمشماد تلویزون ته!
میرویس "لاروی " کابل
د وطن په پاکه مینه کښی تازه چه یم
شمشاد یـــــــــم
چه اباد مو هر ملیت وی ورسره به زه اباد یـــــــــــــم
که ةښتون دی که تاجک دی
هزاره دی که ازبک دی
زه په ټولو خلکو ویاړم دوی چه ښاد وی زه هم ښاد یم
په وحدت کښی مو عزت دی په عزت کښی
مو حریت دی
که مو وران ښکلی چمن شی معلوم داره زه برباد یم
له تعصب نه ډیر بیریږم زه په دی خبر شرمیــــــــــــــــږم
زه له دی درده کړیـــــــږم زه ژړیـــــــږم زه فریاد یم
هر افغان د سترګو تور دی دا
و طن د ټـــــــــو لو کور دی
بلخ تخار هم زمونږ کور دی زه مــــین په فیض اباد یم
د شمشاد د زړه خبـــــره ماتــــه دیــــــــــره معتــــبـــره
لاروی افغان بچی یــــم داسی نه چه بی بنیاد یم