د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ښاغلي سمیع الدین افغاني شعرونه

دنارنج ګل

چه موسم یی د نارنج دګل بهار شی
را په یاد می هغه ښکلی ننګرهارشی
د نرګس، ذنبق،نارنج د ګل له فیضه
زړونه مست په نڅیدو د هردلدار شی
ننګرهار زموږ د ښکلو ګلو ښار
کی
په سپرلی کی دشاهی د بڼ دربار شی
د رباب او د بلبل خوږو نغمو کی
خوشحالی شی جم اوجوش بڼ او ګلزارشی
څ
ومره ښکلی ښه فضا د طبیعت شی
رنګینه ښایسته ګلان دپیغلو هار شی
ښه فضا شاعرانه شی هری خواته
افغانی ګلشن
کی ښکلی لاله زار شی

د شاعر نور شعرونه ←