افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
زه حق ليدنه حق غوښتنه حق ګفتار غواړم
كه داګناه وي دي ګناه باندي
بيانار غواړم
چي په خوله كي وي تقوا اوپه زړه كي منافق وي
زه ترحجاب لاندي مخونه ټول آشكارغواړم
چي د
ظالم ككري ماته كړي د حق په تبر
زه هغه تبر هغه لاس هغه ګزار غواړم
چي سركي فكردانصاف په زړه كي رحم لري
زه هغه زړه هغه مازغه هغه افكار غواړم