د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
عبدالغفور لېوال

اختر

میاشت شوه
رابره



اختر به راشي



کلی لا لرې



لاره ده ډېره



کوڅې اوږدې
دي



دروازې ډیرې


بخمل مې راوړ



تور اوچکان دی



شام لندن دی



سپینه خوشبو ده



شنه
ارګندي ده



خال زري شته



ګز په څلویښت ساده تافته
ده



***



ستړی ستوم
انه



خړو کوڅو
کې



سر په نارو یم



په دروازو کې



میاشت شوه رابره



اختر به راشي



یو بوډا ناست
دی



د جومات خوا
ته



لارې ته ګوري



خاورو کې
باسي



په یو لرګي نري
خطونه



درې ورځې
پاتې



چې زوی یې راشي



دروازې ډیرې


کوڅې اوږدې دي



***



چیټ بخمل دروند
دی



ګز لګومه



دروازه خلاصه



یو سور پړوني



یو تک سپین لاس دی



شین بخمل غواړي



د ګڼ لپاره



وایي لالا م
ې



چورمې راوړي



میاشت شوه رابره



اختر به راشي



***



کونډه لګیا
ده



لاس په پخڅه
کې



چې غاړې ورکړي



یو بل تنور
ته



تنور په سل روپۍ خرڅیږ
ي



واړه نورګل
ته



یو ګز ټوټه
ده



نوره په کار
ده



میاشت شوه رابره



اختر به شي


***



بوډۍ لګیا ده



ستنه په لاس کې



واړه لمسي ته



پایڅه
پیوند کړي



خړې کوڅې
دي



کلاوې ډیرې


یو زلمی غلی



د دیوال شاته



پټ پټ روان دی



بوخڅۍ په لاس کې



یو څه نکریزې



څه پتاسې دي



یوه هینداره



یوه رجړومه



یو لونګین
دی



څلور پاولي
دي



د ویالې خوا
ته



یو لاس رااوږد شو



یو شین څادر
و



یو سپین دسمال
و



دواړه په سنډو



دي خامک شوي


بوخڅۍ یې ورکړه



څادر یې واخیست



دسمال یې ورو ورو



پر شونډو ښکل کړ



یو پټ دیدن د مینې وشو



میاشت
شوه رابره



اختر به راشي



کلی لا لرې


کوڅې اوږدې دي



خدایه بخمل



اوچکان خلاص کړې



پنډ مې کړې سپک له کتانونو



د ارګندي ګزونه لنډ شه



شامي لندن اوږونه ورک شه



کور مې یادیږي



جانان په تم
ه



زړه مې درزیږ
ي



میاشت شوه رابره



اختر به راشي



په ټوکو
ټوکو



”نه یې پاولې شته



نه د غاړې تاویزونه“

د شاعر نور شعرونه ←