افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
اختره
تره ستاپه ديدانووياړيږم
دمسلمان په خوشالووياړيږم
مرورزړونه
ته پخلاکړه غېږکې
اختره ستاپه وصالووياړيږم
علم ډيوې مو په هر کور بلې کړي
دپښتون قوم په ويښدو وياړيږم
زمونږهيوادله خېره جوړکړي ربه
په دغو هيلو اميدو وياړيږم
دتبرېکيوشورماشورجوړشوي
دپښتانو په تلوراتلووياړيږم
ځوانانوراشې ښې ميلې جوړي کړي
دستاسوټولوپه جشنووياړيږم
پېغلو ښايسته کړي هديرې په ګلو
په شنو سرو تورو مشالو وياړيږم
خوشنوده يارته غېږپه مينه ورکړه
په دغه خوند اوپه مزوو ياړيږم