د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
هلمند (پردیس )

زه هیڅ ارمان نه لرم

څه په وینو سور ښکاریږی
څه له غمو ډک شرنګیږی
ته دی چا
یی
وایه ای اختره
په کومه خوښی باندی نازیږی
زما ژړا ستا ارمان وی ولی؟
زما دی سترګو تل باران وی ولی؟
ته په څه پوښېږې
چی هییڅ درمان نه لرم
د هیڅ خوښی زه ارمان نه لرم
داسی څیری ګیروان چی ګرځم
هر چا
ته بی پروا ښکاریږم
دی دنیا له هوسو جدا ګرځیږم
ما له خندا نه زړه تور شوی
ما له ادا نه زړه تور شوی
زما
ځوانی د دردونو افسانه شوه
ما له ښکلا نه زړه تور شوی
وطن مو ټول د اور لمبو وهلی
ځوانان مو څوک په بمو ختلی
څوک دی دار په سر
چا په په ګولو وشتلی
چا راته پیغلو نه خپل یار اخستی
چا د ظالم مرمی په سر خوړلی
ځینو د خپل عزت په خاطر
له خپلی دنګی ځوانی
له خپلی غنمرګی ځوانی
دی الله در ته په دوعا پروتی
پاس له
اسمانه
ځمکی ته رسأ پروتی
نو له ما نه ګیله مه کړه
ای اختره
ما اوریدلی د خوښی هسی نامه وه
ما لیدلی د
ستی هسی قیصه وه
زماد وطن کونډی
پردی وطن کی خیراتونه غواړی
هغه چی هر څه وی په سر یی منی
هغه خپلو غمو
ته سوالونه غواړی
چا تیری د افغان په نامه ژوندون اخستی
چا تیری حیأ چاتیری سکون اخستی
زما د وطن هره ونه

خړه سپیره ښکاریږی
زما د وطن هره ونه
د اور لمبو وهلی
زما د امید ګولونه
خزان څپو وهلی



زه هیڅ
ارمان نه لرم
زه چی اختر نه پیژنم
پردیس یم تنها غمو ځپلی
هم خپلو هم پردو ځپلی
نو له ما نه ګیله م
کړه
ای اختره



اوکرین ادیسه ښار

د شاعر نور شعرونه ←