د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ننګ داودزی

د مړو مړښت

دامريکا بمبارد



حيران يم دې دنيا ته چې دا څه لوبې
کوي
ځوانان اخلي په زوره په ځانګو کې څملوي
د چاپه لاس ټوپک دې او د چاپه لاس کې توره
څوک وژني پښتانه او
څوک يئ غړي پری کوي
خو دا يئ وس کې نشته چې واړه جوګه د لوۍ کا
چړی يئ دي راخيستي اوس لويان پری وړوي
دښمن
هغه دښمن دې چې ؤ مخکې تښتيدلې
اوس بيا بله جامه کې په بل چا مو مړه کوي
نن هره ورځ پرمونږ باندی راکټي دي چې
اوري
سبا وعده يئ داده چې د سره يئ جوړوي
له يوې خوانه مونږ وژني او له بلی خوانه ژاړي
دارنګه يار د چا دې
هم مو وژني هم ژړا راته کوي
له يو اسمانه اوروي بمونه چاکليټونه
يو وار مو مړه کوي او بيا مومړي مړوي

د شاعر نور شعرونه ←