افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
د ستا د تړمو تړمو اوښکونه ګلۍ جوړه شې
زماد زړه په
کور راپرېوځې ترې شړۍ جوړه شې
کله چې ستاپه مخ د اوښکو غوټې ووينمه
نو راته تنګه دغه لويه دونياګۍ جوړه شې
صنم
ريښتياوايي چې ته به هم زماپه شان وې
ځان سره خيال کي راته ستانه شازدګۍ جوړه شې
ځان به قربان کړم چې موخلک په
کيسوکي يادکړې
که په ريښتيا راته له تانه شيرينۍ جوړه شې
زه به دي دومره ګراني مينه کي خوشاله ساتم
ګلې
خنده په شان چې ستانه يوه جينۍ جوړه شې
اوس دي غمونو او دردونو ته زه ګوښې يمه
بيابه زمادزړه سحراکي ترې کيږ
دۍ جوړه شې
ليوال د ميني په در دغه شانتي سوال کړى وو
چې زماميني نه يو ښه ښکلې کيسۍ جوړه شې