افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
داكلى دجانان دى
څلوريزه
ژوند مې دجنون له اوره مـــه با ســــه
ذهن مې
دخيال له شوره مـــه باســـــه
ما په وران وطـــــن كې محبت كړى
ما دخپل الفت له كوره مــــه با ســــه
داكلى دجانان دى
دا كلى دجانان دى هر قدم به په ادب اخلې
ګلابه ! دزړه ويني دشبنم به په ادب
اخلې
داښاردښكلو ښاردى ښكلي زړونه په كې مېشت دي
غليمه ! هر ګوزاردخپل ستم به په ادب اخلې
دا شرنګ يې دپايزيب زما وجود رڼا رڼا كړ
مطربه ! دنغمو هر زير وبم به په ادب اخلې
دلته هر
ګام كې دنفرت وحشي ښاماردى ولاړ
زړګيه ! ددې لارې پيچ وخم به په ادب اخلې
دعشق په پاكبازۍ كې بد
مستي بې ادبي ده
پيغامه !ګل ګل شونډې دصنم به په ادب اخلې
۸ - ۸ - ۱۳۸۶