د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
انوارالله وفي

غزل

سترګې راواړوه خمار مې کړه
له هوش او عقل نه اوزګار مې کړه
له
ښکلي مخ نه دې حجاب پورته کړه
ستي د حسن په انګار مې کړه
ماته د مينې په نظر اوګوره
ياره د ټولې دونيا يار
مې کړه
خير که په چل د مينې نه پوهيږم
په مينانو کې شمار مې کړه
يو ځلې بيا مې خپل کړه بيا مې پريږده
که دا
ازار وي نو ازار مې کړه
خير دی په زړه کې که ځای نه راکوې
ياره ملنګ د خپل دربار مې کړه
چې بې پروا يار مې تپوس
ته راشي
خدايه بيمار مې کړه بيمار مې کړه
راشه جانانه رانه هر څه هېر کړه
قفس د غېږ کې راحصار مې کړه
وفي د
مينې ټپه بيا ووايه
په دام د عشق کې ګرفتار مې کړه

د شاعر نور شعرونه ←