د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
مسعود وردګ

د وردګو سيد آباد

د کندهار په لويه لاره
د وردګو په دره کې
يوه ښکلې منظره
وه
د جنت په شان ښايسته
وه
پوه تکړه يې وو ځوانان
هم غښتلي عالم
ان
مالداري او دهقاني
وه د دې خلکو
هستي
رنګارنګ يې وې مڼې
شنه فصلونه او
پټي
هره خوا ګل او ګلزار وو
بس دهقان سړی مالدار
وو
خوشحالي وه او مستي وه
د يو بل سره دوستي
وه
هر سړی دلته آباد وو
بل ځای نه
دا سيد آباد وو



خو اوس
ورور په کور کې شولو غل
بل غليم
سره شو مل
د تعليم په ورکيدو شول
د عالم
په ځوريدو شول
پرمختګ نه دوی شول پاتې
چا پرې وکړلې
پساتې
د نفاق په دام شول ګير
نه مريد
پاتې نه پير
څوک چې پورته کړي اواز
ميلمه يې هغه شپه شي وير
بدبختۍ کښې کړه وړه ګران دي
ناپوهۍ په لار روان دي



اوس هم لا وخت شته
لا
تر څو به مونږ جنګيږو
ولې هيڅ په هيڅ کړيږو
راځۍ بيرته
چې شو يو
د غليم په چل شو پوه
تباهۍ نه به
ځان ژغورو
ترقۍ ته به غيږ خلاص کړو
خپل حقونه به
راواخلو
خپل وطن به بيرته پاک
کړو
خپله ياد به خپل بابا کړو
خپه شوي به پخلا
کړو
بيا به بيرته آبادي شي
سوکالي
او نيکمرغي شي
بيا باغونه او ميوې به

رنګارنګ ملک کې خپرې شي
بيا ميلې او
اتڼونه
بيا ديرې
به وي جشنونه
بيا ګودر او د رود غاړه
په
سنځلو کړو آباده
\"مسعود\" وايې ورک شه غمونه
راځۍ ورونه شو مونږ ورونه
خدای پاک وايې ورورولي کړی
مونږ
نو ولې شو تربرونه



مسعود وردګ – کابل



لړم 13، 1386

د شاعر نور شعرونه ←