د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
خلیل الله تاج وردګ

دمینی قلم

هره اوښکه می غزل کړه هر یو آه کړه پانی
پانی
لکه ستوری داسمان می ول اشعار کړه پانی پانی
ای سپرلی که راځی نو د جانان خبرمی راوړه
سره گلونه دغاټو لو په دلدار کړه پانی پانی
تا خبر د مینی راوړ زه به زړه بدل کی درکړم
دغه زړه زما په مینه
دجانان کړه پانی پانی
خوارملنگ یم ستا دمینی ستادیدن ته می زړه کیژی
کبر پریږده په خندا شه سره لبان کړه پانی پانی
خوږ آواز اوښی سندری د وصال می ترغوږ کیژی
مطرب لاس ته په ر باب کړه مهجوران کړه
پانی پانی
دهجران روژه کړه ماته په دیدار د تور چشمانو
ساقی ډک جامونه راوړه میخواران کړه پانی پانی
د
خلیل په زړه تاویژی ښکلی ښکلی غزلونه
بیا دمینی قلم واخله جوړ کتاب کړه پانی پانی

د شاعر نور شعرونه ←