د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
عادل اچکزی

مناجاتي

مناجاتي
ته مي خالق، موږ دي تخليق يو مصوېرۀ ذاته ؛
موږ خو يو
هيڅ، ته يې هرڅه،متکبېرۀ ذاته؛



ته يې خبر چي سمندر کي دي څو څاڅکي اوبه؛
ستا پوهونه تر حد تېره
ده شمېرګرۀ ذاته ؛



ستا په توفيق باندي خوځيږو، ستا په حکم پايو
ستا در قدرت لاندي ساه اخلو زورورۀ ذاته ؛



ته يې اول،ته يې اخر،ته يې باقي لا ثاني
د هري چاري تر شا ته يې دلاورۀ ذاته ؛


ستا د ثنا معجزه زړۀ ته د نور وړانګي بخښي
\"عادل\" ايمان باندي لرمه منورۀ ذاته ؛

د شاعر نور شعرونه ←