د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
عبدالرحیم صالح

غزل

زماپه زړه کې ننداره ستا د ښکلا پرته ده
داسی ګڼم چه په سینه کی می
دنیاپرته ده



تازه کوی راته دمړاو پرهرونو زخم
دیار په هر نظر کتوکی څه بلا پرته ده



ددی وطن کوڅی لا پاکی له مرګی نه نه دی
دلته دهر درشل په مخ کی اژدها پرته ده



چی په خوشبویی دی سپیره دښته کی ژوندتیروم
دا دقدم خاوره په لاره کی دچا پرته ده



صالحه ولی می پریدی په
دی تنها لاره کی
لاخوقیصه زما دژوندنیمه آشنا پرته ده

د شاعر نور شعرونه ←