پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
امن
ټول سکون زما او ستا د ستړې اروا امن دی
خدایه مه یې اخلې څوک چې وايي روا امن دی
چېرته چې خوښۍ دي ګوره هلته پوره امن دی
هلته د څو تنو د سلا له نوره امن دی
زیات له
خدایه څه غواړو همدا چې امن دلته وي
جوړ به اخترونه شي سبا چې امن دلته وي
دلته که جرګه که مرکه د خلکو
غونډه شي
بس نو سوکالي به مو په دې کاله کې پنډه شي
هر چاته په دم ګړۍ کې دومره بها امن دی
خدایه مه یې
اخلې څوک چې وايي روا امن دی
امن دی چې مینه وررولي ورسره نغښتې ده
ټوله خوشبختي او نېکمرغي ورسره نغښتې ده
ښکلی یار چې وخاندي نو هغه ګړۍ امن دی
بس نو بویه دلته بیا د مینې خولګۍ امن دی
نشته خطر هلته چې د زړونو
نوا امن دی
خدایه مه یې اخلې څوک چې وايي روا امن دی
هلته چې اتڼ ته ملاوستني دسمالونه وي
امن دی په درز چې په ودونو کې ډولونه وي
دلته که بهار وي او د ګل وږمې را ورسي
امن دی چې کله د بلبل نغمې را ورسي
امن وي
چې کله په خبرو کې تاثېر وینه
امن وي چې حق الله ناره پکې د پیر وینه
دلته په هر حال کې د هر چا استدعا امن دی
خدایه مه یې اخلې څوک چې وايي روا امن دی
وږم د ګلونو نه به خوند واخلو که امن شي
داسې به له تېر تاریخه
پند واخلو که امن شي
ژوند ددغو خلکو به په امن کې آباد شي نو
داسې به یې زړونه د هر چا ور باندې ښاد شي
نو
دلته د یارانو بس د زړه تمنا امن دی
خدایه مه یې اخلې څوک چې وايي روا امن دی