د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ښاغلي صابر اصل زي شعرونه

سوله

سوله
زړه کې مې څوداسې خبرې دي جلسې جوړوي
دانقلاب نارې وهې وطن نغمې
جوړوي



رګ رګ کوڅې لټوي اوښکلونه مينه غواړي
زړوته پيوندداتحادنوې رېشې جوړوي



اوشوڼډې به سرې کړي ورته په دنداسې دعلم
پښتوته رنګ داتفاق نوې جامې جوړوي



دافغانانوکوردی اوداتلانوکوردی
وطن کې بيادزنده بادسولې نارې جوړوي



شمال جنوبه پورې اوشرق ترغروبه پورې
هرانتقادته دمظلوم به ادېرې جوړوي



که ئې تياروته دمعارف بلې ډېوې راوړي څوک
بيا،اصلزی،به ئې استادته ترانې جوړوي



سويډن

د شاعر نور شعرونه ←