د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1606 شاعران10540 شعرونه
د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه

نوى غزل

ښكلې ده دنيا مګر بې تا زندګي سخته ده
دلته ګڼه ګوڼه كې تنها
زندګي سخته ده



برګ اسمان په قهر دى پر مځكه هيڅوك نه لرو
سخته ده جانانه په ولا زندګي سخته ده



نه
لرم طاقت د وصل، نه منم بېلتون د يار
هر لورته چې وي ګرانه زما زندګي سخته ده



دامنم د لمر له راختو سره
به ته راشې
دا خو هم منه چې تر سبا زندګي سخته ده



دلته ايينې د كاڼو پښو كې دي ذرې ذرې
دې ښار كې زما ښكلې
اشنا زندګي سخته ده



ګرانې! كه جرس در څخه لرې شو يوازې شوې
ته به هم بيا وايې چې رښتيا زندګي سخته ده


احسان الله جرس
يكشنبه
09/12/2007

د شاعر نور شعرونه ←