د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
عبدالقديم پتيال

راز

(ښاغلي عبدالغفور لېوال ته!)



دغه راز دئ له پېړيو پر ځاى پاته
د اروا په څېر اوسېږي مګر ورك دئ
له آدمه تر دې دمه ايسته دوري
په هر ذهن كي تاوېږي را تاوېږي
نه د خداى دې نازولو بندګانو
دغه لوى راز را سپړلى په هنر دئ
په تعبير پسې يې ورك مياشتي، كلونه
د تېز فكر خاوندان دي سرګردانه
د يزدان د ستر حكمت په معما كي
مخلوقات دي په هر وخت كي بند راغلي
زمانه ده پى كوي اوږده مزلونه
نه يې سر او نه يې پاى چا ته ښكارېږي
نه په موخه د خالق دي څوك پوه سوي
چي دا لوى واړه عالم يې ټوله هست
كړ
كايينات او موجودات يې تخليق كړي
ستر شهكار يې د پنځونو دئ راوړى
په هر څه كي يې لوى راز دئ پېچل سوى
چي
عاجزه ور ته هر مخلوق، موجود دئ
اوږد سفر دئ را شروع له پښته-پښت
زمانې اوړي را اوړي نه ختمېږي
دغه اوږد
سفر دي تل پېښي راوړي
خونړۍ او جلوه ګري پايلي زېږي
پر هر موړ دي تيندكونه او ځغستاوي
پر هر موړ دي تكي سرې
ويني، زخمونه
له موجونو د خواريو خلاصون نسته
بس ګرداب دئ د دردونو، پرهارونو
خو يوازي زمانه ده په
سكون كي
له فرمان سره روانه ده منزل ته
د بادار د اوامرو اطاعت كړي
كايينات او موجودات يې غېږ كي ټينګ
دي
په هر څه كي دي رازونه، حكمتونه
كردګار دي را لېږلي معماوي
نه په ذات دي د خالق څوك پوهېدلي
په خپل ذات يوازي لوى بادار پوهېږي
** *****
خدايه ستا د رڼاګانو په نړۍ كي
خدايه ستا د پلوشو، جلوو پر مځكه
ولي
ځيني شيان بدرنګ دي، ځيني ښكلي؟
ولي سپين د خلكو سترګو كي ښاغلي؟
ولي تور دي له تيارې سره همغاړي؟
خدايه
ولي ښكلي ښه دي او جذاب دي؟
خدايه زړه كي دا ښايست ولي اوسېږي؟
خدايه دا خو ستا په وس وه چي بدرنګ دي
د
ښايستو په څېر په زړونو واى منلي
ستا پر مځكه انسانان دا تبصره كړي
چي ښايست ستا د هنر يو كوچنى څرك دئ
چي
ښكلا ستا د انوارو يو ذره ده
ستا د حسن او جمال يو ننداره ده
مګر تور او دا بدرنګ د چا تخليق دئ؟
دا تيارې
چا پيدا كړي دي باداره؟
دغه راز ولي اشرف المخلوقات ته
څرګند سوى لا تر اوسه پوري نه دئ
چي موجود او مخلوق ټول له تا پيدا دي
نو دا فرق ولي راغلى دئ ميدان ته؟
خدايه ته په دغه راز يوازي پوه يې
خدايه ته يې ښه
خبر له دغه سِره
ته دا ستا له تېز نظره څه پېرزو كړه
چي موږ هم پوه سو په راز ستا د قدرت

د شاعر نور شعرونه ←