پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
اختره ستړی مشې
اختره ستړی مشې ښه شوله چې بيا راغلې
داراته ووايه يادونه دې
راوړي که نه
بې هيلو زړو له اميدونه دې راوړي که نه
اوربل مو خور دی چې ګلونه دې راوړي که نه
تاند ارمانونه
دې په لاس کې په خندا راغلې
اختره ستړی مشې ښه شوله چې بياراغلې
د ټول افغان په کور کې تم شه په کې سم وګرځه
په
هر يو ګوډ هره کوڅه اوپه هر چم وګرځه
په کتابتون کې يې دخيال په څپو هم وګرځه
تل افغان وايي خوشحاليږم که په
ما راغلې
اختره ستړی مشې ښه شوله چې بيا راغلې
که په شعرونو او نغمو کې دې ستاينه غواړې
يا په هنر او په ادب
خپله لمانځنه غواړې
د جادوګر غږونو ته که اوريدنه غواړې
دا ټول به وشي که په لور د بينوا راغلې
اختره ستړی
مشې ښه شوله چې بيا راغلې
هم لږ دعوت دمساپرو پښتنو له راشه
ميلمه پالنه کې تکړه دي دې ديرو له راشه
ډير به
دې نه ايساروي يو څو شيبو له راشه
کړي هرکلی دې په ليمو که پدې خوا راغلې
اختره ستړی مشې ښه شوله چې بيا راغلې
نور خو اختره ته به هر کله بې خياله راځې
خال به مې نوي درسره چې زما خواله راځې
نو ځکه ته رانه خپه نشې چې م
اله راځې
ستا په راتلو سترګو کې اوښکې که زما راغلې
اختره ستړی مشې ښه شوله چې بيا راغلې
&n
bsp; 19.12.2007